کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مشرانو جرګې اجمل احمدي لويې څارنوالۍ ته معرفي کړ

30 سرطان 1399 ساعت 14:41

د افغانستان د مشرانو جرګې د شکايتونو کمېسيون د افغانستان بانک سرپرست اجمل احمدي لويې څارنوالۍ ته معرفي کړ.
د مشرانو جرګې د شکايتونو کمېسيون غړی زلمی زابلی وايي، د اجمل احمدي له لوري په دې بانک کې د غيرقانوني ادلون بدلون په تړاو ورته ګڼ شکايتونه رسېدلي دي.


د زابلي په خبره، له همدې کبله ياد کمېسيون پرېکړه وکړه چې دغه قضيه دې لويه څارنوالي په اساسي ډول وڅېړي.
اجمل احمدي چې تر دې وړاندې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزير و، د افغانستان بانک د سرپرست په توګه تر ټاکل کېدو وروسته يې د دې بانک يو شمېر چارواکي پر فساد تورن او له دندو ګوښه کړل.
دې چارې پر ټولنيزو رسنيو هم يو شمېر غبرګونونه راوپارول.


د مطلب کود: 215025

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/215025/مشرانو-جرګې-اجمل-احمدي-لويې-څارنوالۍ-ته-معرفي-کړ

آوا
  https://www.avapress.com