دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۴۱
د مطلب کود : 215025
مشرانو جرګې اجمل احمدي لويې څارنوالۍ ته معرفي کړ
د افغانستان د مشرانو جرګې د شکايتونو کمېسيون د افغانستان بانک سرپرست اجمل احمدي لويې څارنوالۍ ته معرفي کړ. د مشرانو جرګې د شکايتونو کمېسيون غړی زلمی زابلی وايي، د اجمل احمدي له لوري په دې بانک کې د غيرقانوني ادلون بدلون په تړاو ورته ګڼ شکايتونه رسېدلي دي.
د زابلي په خبره، له همدې کبله ياد کمېسيون پرېکړه وکړه چې دغه قضيه دې لويه څارنوالي په اساسي ډول وڅېړي.
اجمل احمدي چې تر دې وړاندې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزير و، د افغانستان بانک د سرپرست په توګه تر ټاکل کېدو وروسته يې د دې بانک يو شمېر چارواکي پر فساد تورن او له دندو ګوښه کړل.
دې چارې پر ټولنيزو رسنيو هم يو شمېر غبرګونونه راوپارول.
https://avapress.com/vdcaumnum49n6w1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته