کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هلمند کې موټربم برید اتو سرتیرو ته مرګ ژوبله اړولې

1 اسد 1399 ساعت 8:53

د دغه ولایت د والي ویاند عمر ځواک وویل، برید وسله والو طالبانو ترسره کړی چې دوه د ملي اردو سرتیري پکې وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي. بلخوا، ځینو امنیتي سرچینو رسنیو ته ویلي چې هلته د ملي امنیت په لیکو کې د سنګوریانو پر دوو کنډکونو درې موټر بم بریدونه شوي او ۲۰ امنیتي سرتیرو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.


تر اوسه کومې ډلې د یادو بریدونو په تړاو څه نه دي ویلي.


د مطلب کود: 215163

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/215163/په-هلمند-کې-موټربم-برید-اتو-سرتیرو-ته-مرګ-ژوبله-اړولې

آوا
  https://www.avapress.com