دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۵۳
د مطلب کود : 215163
په هلمند کې موټربم برید اتو سرتیرو ته مرګ ژوبله اړولې
د دغه ولایت د والي ویاند عمر ځواک وویل، برید وسله والو طالبانو ترسره کړی چې دوه د ملي اردو سرتیري پکې وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي. بلخوا، ځینو امنیتي سرچینو رسنیو ته ویلي چې هلته د ملي امنیت په لیکو کې د سنګوریانو پر دوو کنډکونو درې موټر بم بریدونه شوي او ۲۰ امنیتي سرتیرو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
تر اوسه کومې ډلې د یادو بریدونو په تړاو څه نه دي ویلي.
https://avapress.com/vdcd9k0xsyt0ff6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته