کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هند افغان سېکانو او هندوانو ته دایمي وېزې ورکوي

د صدای افغان خبری آژانس , 1 اسد 1399 ساعت 8:49

هندي رسنۍ وایي، د هندوستان حکومت پرېکړه کړې چې ۷۰۰ افغان سېکانو او هندوانو ته به دایمي ويزې ورکوي.


د هند حکومت وایي، په افغانستان کې د پاکستان ملاتړ لرونکو ترهګرو له لورې سیکانو او هندوانو ته دایمي ګواښونه شوي، نو ځکه دوی پرېکړه کړې چې ۷۰۰ سیکانو او هندوانو ته دایمي ویزې ورکړي.
تر دې وړاندې هم د هند حکومت ویلي و، د افغانستان سېکان او هندوان کولی شي په هند کې د تابعیت غوښتنه وکړي.
هند حکومت وروسته له هغه دغه پرېکړه کړې چې په روان کال کې ترهګرو په ننګرهار او کابل کې په افغاني سېکانو او هندوانو خونړي بریدونه وکړل چې ګڼ شمېر سېکانو او هندوانو ته یې مرګ‌ژوبله واړوله.


د مطلب کود: 215168

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/215168/هند-افغان-سېکانو-او-هندوانو-ته-دایمي-وېزې-ورکوي

آوا
  https://www.avapress.com