کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

۱۰۹ امریکایي استازو له افغانستانه د ټولو امریکایي استازو وتلو ته رایه ورکړې ده.

1 اسد 1399 ساعت 11:35

یاد شمېر امریکایي استازو هغه طرحې ته مثبته رایه ورکړې ده چې له مخې یې باید امریکایي عسکر په بشپړه توګه له افغانستان ووځي.
امریکایي رسنۍ وایي، ۱۰۹ امریکایي استازو د هغه طرحې ملاتړ کړی دی چې باید د راتلونکي کال تر اپرېل پورې ټول امریکایي عسکر له افغانستان ووځي او په دې توګه روانه شل کلنه جګړه ختمه شي.
دوی همدا راز ویلي، چې د افغانستان د سولې هڅې دې چټکې شي او ټول هغه امکانات دې له منځه یوړل شي چې افغانستان د ترهګرو پر ځاله بدلوي.
امریکایي استازو ویلي، چې باید په افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسول شي، ټول سرتېري هېواد ته راستانه شي او په دې توګه دې د مالي او ځاني تلفاتو لړۍ پای ته ورسول شي.



د مطلب کود: 215192

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/215192/۱۰۹-امریکایي-استازو-له-افغانستانه-د-ټولو-وتلو-ته-رایه-ورکړې-ده

آوا
  https://www.avapress.com