یاد شمېر امریکایي استازو هغه طرحې ته مثبته رایه ورکړې ده چې له مخې یې باید امریکایي عسکر په بشپړه توګه له افغانستان ووځي.
امریکایي رسنۍ وایي، ۱۰۹ امریکایي استازو د هغه طرحې ملاتړ کړی دی چې باید د راتلونکي کال تر اپرېل پورې ټول امریکایي عسکر له افغانستان ووځي او په دې توګه روانه شل کلنه جګړه ختمه شي.
دوی همدا راز ویلي، چې د افغانستان د سولې هڅې دې چټکې شي او ټول هغه امکانات دې له منځه یوړل شي چې افغانستان د ترهګرو پر ځاله بدلوي.
امریکایي استازو ویلي، چې باید په افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسول شي، ټول سرتېري هېواد ته راستانه شي او په دې توګه دې د مالي او ځاني تلفاتو لړۍ پای ته ورسول شي.