اندونيزيا کې داسې ټاپو چې له لارې يې د نجونو تښتول رواج شوي دي او دا يو دود دی.
ځايي چارواکو ويلي دوی دغلته د سومبا ټاپو کې د واده لپاره د ښځو اختطاف کولو دود له منځه وړي.
دا موضوع وروسته له هغه راپورته شوه چې يوې تښتول شوې ښځې ويډيو خپره شوه.
سېترا د همدې دود یوه قربانۍ ده. د هغې له تښتولو وړاندې هغې فکر کاوه چې دا یوې کاري غونډې ته بلل کېږي.
سېترا د دووه کسانو لخوا په تې رايستل شوه چې ګواکې ځايي چارواکي دي او نوموړې ته د هغې پروژې پيسې ورکوي چې مسؤله يې ده.
نوموړې ته ويل شوي وو چې غونډې ته بېول کېږي، خو کله چې سيمې ته ورسېده د يو شمېر کسانو لخوا په ناڅاپي توګه ونيول شوه.
هغه وايي، نوموړې د دې لپاره تښتول شوې وه چې بل چاته واده کړل شي.
د ناوې تښتولو دا دود په اندونيزيا کې له ډېره وخته شته، چې حکومت يې د ختمولو ژمنه کوي.