دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۲۱
د مطلب کود : 215273
د ټاپو له لارې د نجونو تښتونه؛ حکومت يې د مخنيوي ژمنه کړې
اندونيزيا کې داسې ټاپو چې له لارې يې د نجونو تښتول رواج شوي دي او دا يو دود دی. ځايي چارواکو ويلي دوی دغلته د سومبا ټاپو کې د واده لپاره د ښځو اختطاف کولو دود له منځه وړي. دا موضوع وروسته له هغه راپورته شوه چې يوې تښتول شوې ښځې ويډيو خپره شوه. سېترا د همدې دود یوه قربانۍ ده. د هغې له تښتولو وړاندې هغې فکر کاوه چې دا یوې کاري غونډې ته بلل کېږي.

سېترا د دووه کسانو لخوا په تې رايستل شوه چې ګواکې ځايي چارواکي دي او نوموړې ته د هغې پروژې پيسې ورکوي چې مسؤله يې ده.
نوموړې ته ويل شوي وو چې غونډې ته بېول کېږي، خو کله چې سيمې ته ورسېده د يو شمېر کسانو لخوا په ناڅاپي توګه ونيول شوه.
هغه وايي، نوموړې د دې لپاره تښتول شوې وه چې بل چاته واده کړل شي.
د ناوې تښتولو دا دود په اندونيزيا کې له ډېره وخته شته، چې حکومت يې د ختمولو ژمنه کوي.
https://avapress.com/vdcfetd0mw6dy0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته