کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پکتيا: پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزير له زيانمنو سيمو ليدنه وکړه

2 اسد 1399 ساعت 9:29

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزير غلام بهاوالدين جيلاني او د پکتيا والي محمد حليم فدايي د دغه ولايت له زيانمن شويو سيمو ليدنه وکړه.

د ولایت رهبري او مرکز څخه راغلي پلاوي سټوکنډو کې زیانمنونکو ساحو څخه لیدنه وکړه او د شواک ولسوال او مشرانو له لوري ورته مالومات ورکړل شول.


دوی سره نور لوړ پوړي دولتي چارواکي هم مله وو چې بېلابېلو سيمو ته ورغلل.
د پکتیا والي ښاغلي محمد حلیم فدایي پېښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزیر ښاغلي غلام بهاوالدین جیلاني څخه وغوښتل چې د سروې په موخه یو تخنیکي ټیم راولیږي.
وزير وويل، طبعي پېښو د خطر د مخنيوي په موخه به دوی يو شمېر پروژې پلي کړي.


د مطلب کود: 215282

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/215282/پکتيا-پېښو-ته-د-رسېدو-په-چارو-کې-دولت-وزير-له-زيانمنو-سيمو-ليدنه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com