کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له کرونا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۱۴ افغانان رغېدلي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 2 اسد 1399 ساعت 14:06

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دې هېواد کې ۶۱۴ کسان له کرونا رغېدلي او ۲۱ نور مړه شوي دي.



د دغه وزارت په خبره، تازه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دې هېواد کې ۲۰۱ کسان په کرونا اخته شوي دي.
د رسمي شمېرو له مخې تر دې مهاله په افغانستان کې ۳۵زره ۹۲۹ کسان په کرونا ناروغۍ اخته شوي دي چې له ډلې يې ۲۴زره او ۵۲۱ بېرته ښه شوي دي.
دغه راز تر دې مهاله دې ناروغۍ په افغانستان کې يو زر او ۲۱۱ تنه وژلي دي.
 


د مطلب کود: 215326

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/215326/له-کرونا-په-تېرو-۲۴-ساعتونو-کې-۶۱۴-افغانان-رغېدلي

آوا
  https://www.avapress.com