دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۰۶
د مطلب کود : 215326
له کرونا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۱۴ افغانان رغېدلي
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دې هېواد کې ۶۱۴ کسان له کرونا رغېدلي او ۲۱ نور مړه شوي دي.

د دغه وزارت په خبره، تازه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دې هېواد کې ۲۰۱ کسان په کرونا اخته شوي دي.
د رسمي شمېرو له مخې تر دې مهاله په افغانستان کې ۳۵زره ۹۲۹ کسان په کرونا ناروغۍ اخته شوي دي چې له ډلې يې ۲۴زره او ۵۲۱ بېرته ښه شوي دي.
دغه راز تر دې مهاله دې ناروغۍ په افغانستان کې يو زر او ۲۱۱ تنه وژلي دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcewn8wpjh8zxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته