کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اچين شنو خونو ښه حاصلات ورکړي

2 اسد 1399 ساعت 16:57

د کرنې وزارت له لوري د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې نارینه او ښځینه کروندګرو ته ۶۶ شنې خونې جوړې شوې دي.
د کرنې وزارت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د نارینه‌وو لپاره ۳۰ لویې شنې خونې او د مېرمنو لپاره ۳۶ کوچنۍ شنې خونې جوړې شوې دي.



خبرپاڼې زياته کړې، دغه شنې خونې د کرنې وزارت له خوا د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژې. «CBARD» له لارې په تېرو دوو کلونو کې جوړې شوي دي.
بزګران ددغو شنو خونو له زیاد حاصل او عوایدو خبرې کوي. ټاکل شوې، چې د کرنې وزارت د یادې پروژې له لارې په نږدې راتلونکې کې د اچین ولسوالۍ اوسیدونکو ته ۳۰ نورې شنې خونې هم جوړې شي.


د مطلب کود: 215339

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/215339/د-اچين-شنو-خونو-ښه-حاصلات-ورکړي

آوا
  https://www.avapress.com