کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ليکوال او ژورنالېست تواب غورځنګ د فاتحې مراسم ترسره شول

3 اسد 1399 ساعت 11:15

د ملي امنيت شورا د پخواني وياند، ليکوال او ژورنالېست د فاتحې مراسم ترسره شول.
دا مراسم چې کابل کې نيول شوي وو، لوړپوړو دولتي مسؤلينو، فعالانو، ځوانانو، ليکوالو، خبريالانو او د تواب غورځنګ نزدې دوستانو پکې ګډون کړی و.



د يادې فاتحې ته مخکې له مخکې یو کمېسيون هم ټاکل شو و.
د فاتحې مراسمو تر څنګ د خدای بخښلي تواب غورځنګ نږدې ملګرو او د بیلا بیلو برخو مطرحو څیرو د غورځنګ صيب سره شريکې خاطرې او تاثرات هم په مخصوص کتاب کې وليکل.
خدای بخښلي غورځنګ د تېرې جمعې په ورځ د کابل يوه شخصي روغتون کې ساه ورکړه، جنازه یې خوست ته انتقال او د ولایت په اداري کمپلکس کې د جنازې لمانځه تر ادا کولو وروسته د دوی د کلي ډیري شمل په هديره کې خاورو ته وسپارله شوه.


د مطلب کود: 215363

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/215363/د-ليکوال-او-ژورنالېست-تواب-غورځنګ-فاتحې-مراسم-ترسره-شول

آوا
  https://www.avapress.com