کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغان حکومت د ۵۹۲ طالب بنديانو په نه خوشي کولو ټينګار وکړ

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 4 اسد 1399 ساعت 10:22

افغان حکومت وايي، تر دې مهاله هم د ۵۹۲ طالب بنديانو د نه خوشي کولو پر دريځ ولاړ دي او چمتو نه دي دا زندانيان ازاد کړي.


د افغان حکومت دغه غبرګون وروسته له هغه دی چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پرون وویل، که افغان حکومت له لېست سره سم د دوی بندیان خوشي کړي دوی چمتو دي چې له لوی اختر وروسته بین الاافغاني مذاکرات پیل کړي.
خو د حکومت د رسنیو او معلوماتو مرکز مشر لطیف محمود وایي، دغه طالبان جرمي دوسیې لري او د خوشي کولو لپاره به یې د افغان حکومت دریځ بدل نه شي.
دغه څرګندونې وروسته تر هغه کېږي چې افغان حکومت د پنځه زره طالب بندیانو له لېست څخه د۵۹۲ بندیانو د نه خلاصون پرېکړه وکړه.


د مطلب کود: 215395

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/215395/افغان-حکومت-د-۵۹۲-طالب-بنديانو-په-نه-خوشي-کولو-ټينګار-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com