دخپریدو نیټه :شنبه ۴ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۲۲
د مطلب کود : 215395
افغان حکومت د ۵۹۲ طالب بنديانو په نه خوشي کولو ټينګار وکړ
افغان حکومت وايي، تر دې مهاله هم د ۵۹۲ طالب بنديانو د نه خوشي کولو پر دريځ ولاړ دي او چمتو نه دي دا زندانيان ازاد کړي.
د افغان حکومت دغه غبرګون وروسته له هغه دی چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پرون وویل، که افغان حکومت له لېست سره سم د دوی بندیان خوشي کړي دوی چمتو دي چې له لوی اختر وروسته بین الاافغاني مذاکرات پیل کړي.
خو د حکومت د رسنیو او معلوماتو مرکز مشر لطیف محمود وایي، دغه طالبان جرمي دوسیې لري او د خوشي کولو لپاره به یې د افغان حکومت دریځ بدل نه شي.
دغه څرګندونې وروسته تر هغه کېږي چې افغان حکومت د پنځه زره طالب بندیانو له لېست څخه د۵۹۲ بندیانو د نه خلاصون پرېکړه وکړه.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaomnum49n6e1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته