کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کاپیسا امنيه قومندانۍ اداري مرستيال د طالبانو بريد کې ووژل شو

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 4 اسد 1399 ساعت 10:23

نن سهار د کاپیسا ولايت د امنيه قومندانۍ اداري مرستيال نجیب الله صافی او د معلوماتي ټکنالوژۍ يو انجنير د کلکان – قره‌باغ پر لاره د ‌وسله‌والو طالبانو په يوه بريد کې ووژل شول او د امنیه قومندانۍ ملکي مرستيال مصطفی کوهستاني ټپي شو.


د کاپیسا د پولیسو وياند عبدالشایق کوهستاني خامه پرس ته وويل، دغه پېښه نن سهار شاوخوا ۷ بجې رامنځته شوې.
نوموړي زياته کړه، چې دغه بريد د وسله‌والو طالبانو له لوري ترسره شوی دی.
وسله‌والو طالبانو بیا تر دې مهاله کومه تبصره نه ده کړې.
په وروستیو کې د افغانستان د شمال لويې لارې سختې ناامنه شوې او د مرګ په لويو لارو نومول شوې دي.


د مطلب کود: 215397

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/215397/د-کاپیسا-امنيه-قومندانۍ-اداري-مرستيال-طالبانو-بريد-کې-ووژل-شو

آوا
  https://www.avapress.com