نن سهار د کاپیسا ولايت د امنيه قومندانۍ اداري مرستيال نجیب الله صافی او د معلوماتي ټکنالوژۍ يو انجنير د کلکان – قرهباغ پر لاره د وسلهوالو طالبانو په يوه بريد کې ووژل شول او د امنیه قومندانۍ ملکي مرستيال مصطفی کوهستاني ټپي شو.
د کاپیسا د پولیسو وياند عبدالشایق کوهستاني خامه پرس ته وويل، دغه پېښه نن سهار شاوخوا ۷ بجې رامنځته شوې. نوموړي زياته کړه، چې دغه بريد د وسلهوالو طالبانو له لوري ترسره شوی دی. وسلهوالو طالبانو بیا تر دې مهاله کومه تبصره نه ده کړې. په وروستیو کې د افغانستان د شمال لويې لارې سختې ناامنه شوې او د مرګ په لويو لارو نومول شوې دي.سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)