محمد طاهر زهير: دوه زره خصوصي رسنيو اونورو رسانه يي بنسټونو د خپلو فعاليتونو جوازونه نه دي تمديد کړي
د باختراژانس د خبرله مخې، په دې غونډه کې د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست ټينګار وکړ که چېرې د خصوصي رسنيو خاوندان خپل جوازونه تمديد نه کړي، له هغوى سره به قانوني چلند وشي .
دغه راز په دې غونډه کې د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د بېلابېلو برخو رييسانو د دغه وزارت د عوايدو د لوړولو په لاره کې خپلې نظريې اوپيشنهادونه وړاندې کړل.
د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست وويل: موږ هغه وخت کولاى شوچې د موزيم ، افغان اعلاناتو ،مطبعو، هوټلدارۍ ، ګرځندوى او افغان فلم عوايد زيات کړوچې له خصوصي برخې سره سيالي وکړو.
هغه وويل: د دغه وزارت ټولې عايداتي څانګې دې د عوايدو د لوړولو په خاطر خپلې طرحې اوپيشنهادونه وړاندې کړي او د ملي موزيم له رييس څخه يې وغوښتل چې د عوايدو د راټولولو لپاره دې درې هراړخيزې طرحې وړاندې کړي.
د اطلاعاتواو فرهنګ وزارت سرپرست د ازادي مطبعو د بې سرنوشتۍ په باب وويل چې بايد دغه مطبعه په اطلاعاتواوفرهنګ وزارت پورې مربوط شي.
په دې غونډه کې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت مالي، اداري او ګرځندوي معينې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي وويل چې په ر وان کال کې د کرونا ويروس د خپرېدو د بحران له امله د ګرځندوى د برخې عوايد لږ وو ، او هيله ده چې په راتلونکو پنځو مياشتوکې د عوايدو د راټولولو کچه لوړه شي .
هغې د دغه وزارت له عايداتي رياستونوڅخه وغوښتل چې د ١٤٠٠ کال لپاره دې د عوايدو د راټولولو هراړخيزپلان اوطرحې وړاندې کړي .
مصطفوي وويل چې بېلابېل بنسټونه د اطلاعاتواوفرهنګ له وزارت څخه په لسګونه مليونه افغانۍ پوروړي دي او له دغوبنسټونوڅخه يې وغوښتل چې پور پيسې بايد ډېر ژر ورکړي .
د غونډې په پاى کې د عوايدو د راټولولو په بهير کې د اسانتياوو د رامنځته کولو په مقصد څلور کسيزه کمېټه جوړه شوه او دغه کمېټه به له مالېې وزارت سره په همغږى کې کارکوي.