دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۲۹
د مطلب کود : 215473
محمد طاهر زهير: دوه زره خصوصي رسنيو اونورو رسانه يي بنسټونو د خپلو فعاليتونو جوازونه نه دي تمديد کړي
د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير نن د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د((عايداتي سرچينود پېژندنه اوترې ګټه اخيستنه )) غونډه کې څرګنده کړه چې دوه زره خصوصي رسنيو اونورو رسانه يي بنسټونو د مالياتو له ورکولو څخه د تېښتې په دليل د خپلو فعاليتونو جوازونه نه دي تمديد کړي .
د باختراژانس د خبرله مخې،  په دې غونډه کې د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست  ټينګار وکړ که چېرې  د خصوصي رسنيو خاوندان خپل جوازونه  تمديد نه کړي،  له هغوى سره به قانوني چلند وشي .
دغه راز په دې غونډه کې د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د بېلابېلو برخو رييسانو  د دغه وزارت  د عوايدو  د لوړولو په لاره کې  خپلې نظريې اوپيشنهادونه وړاندې کړل.
د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست  وويل: موږ  هغه وخت کولاى شوچې د موزيم ، افغان اعلاناتو ،مطبعو، هوټلدارۍ ، ګرځندوى او افغان فلم عوايد زيات کړوچې له خصوصي برخې سره  سيالي وکړو.
هغه وويل: د دغه وزارت ټولې عايداتي څانګې دې  د عوايدو د لوړولو په خاطر خپلې طرحې اوپيشنهادونه وړاندې کړي او  د ملي موزيم  له رييس څخه يې وغوښتل  چې د عوايدو د راټولولو لپاره دې  درې هراړخيزې طرحې وړاندې کړي.
د اطلاعاتواو فرهنګ وزارت سرپرست د ازادي مطبعو د بې سرنوشتۍ په باب وويل چې بايد دغه مطبعه په اطلاعاتواوفرهنګ وزارت پورې مربوط شي.
په دې غونډه کې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  مالي، اداري او ګرځندوي  معينې پوهنيارې سيدې مژګان  مصطفوي وويل چې په ر وان کال کې د کرونا ويروس د خپرېدو د بحران له امله  د ګرځندوى  د برخې عوايد لږ وو ، او هيله ده  چې  په راتلونکو پنځو مياشتوکې  د عوايدو د راټولولو کچه  لوړه شي .
هغې  د دغه وزارت له عايداتي رياستونوڅخه وغوښتل چې د ١٤٠٠ کال لپاره دې د عوايدو د راټولولو هراړخيزپلان اوطرحې وړاندې کړي .
مصطفوي وويل چې بېلابېل بنسټونه د اطلاعاتواوفرهنګ له وزارت څخه په لسګونه مليونه افغانۍ  پوروړي دي  او له دغوبنسټونوڅخه يې وغوښتل  چې پور پيسې بايد ډېر ژر ورکړي .
د غونډې په پاى کې  د عوايدو د راټولولو په بهير کې  د اسانتياوو د رامنځته کولو په مقصد څلور کسيزه کمېټه جوړه شوه او دغه کمېټه به له مالېې وزارت سره په همغږى کې  کارکوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchqmnix23nzkd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته