کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

خلیلزاد بیا په سفر راووت

5 اسد 1399 ساعت 11:21

اعلامیه کې ویل شوي؛ په اسلام آباد کې به ښاغلی خلیلزاد د افغانانو ترمینځ خبرو اترو کې د پرمختګ لپاره د پاکستان ملاتړ وغواړي. په اوسلو او صوفیا کې به د ناټو متحدینو ته د افغانستان د سولې پروسې په اړه توضیحات وړاندې کړي.
اعلامیه کې ویل شوي چې ټولې ډلې د پخوا په پرتله افغانان خبرو اترو ته نیږدې شوي دي.



د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي د سولې د پروسې د ستونزو د حل لپاره قطر ، پاکستان ، افغانستان ، ناروې او بلغاریا ته نوی سفر پیل کړی دی.
د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه خپره کړې او ویلي یې دي چې ښاغلي خلیلزاد به په دوحه او کابل کې د افغانانو تر منځ د خبرو اترو پاتې مسلو په حل په ځانګړي ډول د بندیانو تبادلې او تاوتریخوالي کمولو باندې ټینګار کوي.


د مطلب کود: 215500

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/215500/خلیلزاد-بیا-په-سفر-راووت

آوا
  https://www.avapress.com