دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۲۱
د مطلب کود : 215500
خلیلزاد بیا په سفر راووت
اعلامیه کې ویل شوي؛ په اسلام آباد کې به ښاغلی خلیلزاد د افغانانو ترمینځ خبرو اترو کې د پرمختګ لپاره د پاکستان ملاتړ وغواړي. په اوسلو او صوفیا کې به د ناټو متحدینو ته د افغانستان د سولې پروسې په اړه توضیحات وړاندې کړي. اعلامیه کې ویل شوي چې ټولې ډلې د پخوا په پرتله افغانان خبرو اترو ته نیږدې شوي دي.

د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي د سولې د پروسې د ستونزو د حل لپاره قطر ، پاکستان ، افغانستان ، ناروې او بلغاریا ته نوی سفر پیل کړی دی.
د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه خپره کړې او ویلي یې دي چې ښاغلي خلیلزاد به په دوحه او کابل کې د افغانانو تر منځ د خبرو اترو پاتې مسلو په حل په ځانګړي ډول د بندیانو تبادلې او تاوتریخوالي کمولو باندې ټینګار کوي.
https://avapress.com/vdciuwarut1azw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته