کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې ۱۲ تنه د کرونا ناروغۍ له امله مړه شوي

5 اسد 1399 ساعت 15:58

د عامې روغتیا وزارت ویاند، ډاکټر اکمل سمسور: د کرونا ویروس د ۷۴۱ شکمنو سمپلونو له جملې څخه، چې د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال د عامې روغتیا وزارت په لابراتوارونو کې تر ازموینې لاندې نیول شوي، ۱۲۱ یې مثبت پېژندل شوي دي.


د عامې روغتیا وزارت ویاند: د ۱۲۱ تازه پېښو په ثبتېدو سره، تر دې مهاله، د دغه ویروس د مثبتو پېښو ټولیز شمېر، ۳۶۱۵۷ ته رسېدلی دی.
ډاکټر اکمل سمسور په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۷۸ تنه له کرونا ناروغۍ څخه روغ شوي، چې د دې شمېر په ثبتېدو سره، له یادې ناروغۍ څخه د روغو شویو کسانو ټولیز شمېر، ۲۵۱۸۰ تنو ته رسېدلی دی.
 شاغلی سمسور وویل: د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې ۱۲ تنه د کرونا ناروغۍ له امله مړه شوي هم دي، چې په دې سره له دغې ناروغۍ څخه د مړو شویو کسانو ټولیز شمېر، ۱۲۵۹ تنو ته لوړ شوی دی.

هغه وویل که چېرې خلک روغتیایي سپارښتنې، په ځانګړې توګه د لوی اختر ورځو کې عملي نه کړي، د کوچني اختر په شان د کرونا ویروس پېښو د زیاتېدو احتمال شتون لري.

 


د مطلب کود: 215531

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/215531/د-تېرو-۲۴-ساعتونو-په-ترڅ-کې-۱۲-تنه-کرونا-ناروغۍ-له-امله-مړه-شوي

آوا
  https://www.avapress.com