کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پنځه ولایتونه: شپږ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول

6 اسد 1399 ساعت 8:39

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو په جوزجان، ننګرهار، بغلان، پنجشېر او بدخشان ولایتونو کې څو جلا عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې شپږ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.



د کورنیو چارو وزارت ویلي؛ د دې کسانو له منځه د جوزجان ولایت په سلطان کوټ سیمه کې یو کس له نږدې پینځه کیلوګرامه چرسو، د ننګرهار ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې یو کس له ۲۱ کیلوګرامه تریاکو سره د یوه استوګنیز کور د تلاشۍ پرمهال نیول شوی.
یاد وزارت همداراز ویلي؛ د بغلان ولایت په مرکز پلخمري ښار کې درې تنه د نشه يي توکو او “کا” تابلېتونو د پلور، په پنجشېر کې یو کس د نهه کیلوګرامه تریاکو او ۳۰ کیلوګرامه چرسو د قاچاق او همداراز د بدخشان ولایت په خاش ولسوالۍ کې هم ۶۱ کیلو ګرامه چرس د دوه استوګنیزو کورونو د تلاشۍ پر مهال کشف او ترلاسه شوي او د بدخشان د قضیې په تور تر اوسه څوک ندي نیول شوي.


د مطلب کود: 215562

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/215562/پنځه-ولایتونه-شپږ-تنه-د-نشه-يي-توکو-پلور-او-قاچاق-په-تړاو-ونیول-شول

آوا
  https://www.avapress.com