دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۳۹
د مطلب کود : 215562
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو په جوزجان، ننګرهار، بغلان، پنجشېر او بدخشان ولایتونو کې څو جلا عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې شپږ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویلي؛ د دې کسانو له منځه د جوزجان ولایت په سلطان کوټ سیمه کې یو کس له نږدې پینځه کیلوګرامه چرسو، د ننګرهار ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې یو کس له ۲۱ کیلوګرامه تریاکو سره د یوه استوګنیز کور د تلاشۍ پرمهال نیول شوی.
یاد وزارت همداراز ویلي؛ د بغلان ولایت په مرکز پلخمري ښار کې درې تنه د نشه يي توکو او “کا” تابلېتونو د پلور، په پنجشېر کې یو کس د نهه کیلوګرامه تریاکو او ۳۰ کیلوګرامه چرسو د قاچاق او همداراز د بدخشان ولایت په خاش ولسوالۍ کې هم ۶۱ کیلو ګرامه چرس د دوه استوګنیزو کورونو د تلاشۍ پر مهال کشف او ترلاسه شوي او د بدخشان د قضیې په تور تر اوسه څوک ندي نیول شوي.
https://avapress.com/vdcg3n9xxak9qn4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته