کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پکتیکا: ۱۸۵۰۹ جریبه څړځایونه ثبت شول

6 اسد 1399 ساعت 8:43

ښارجوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د څړځایونو سروې، تثبیت، نښه کولو او ثبت پروژې د تطبیق په لړ کې د پکتیکا ولایت په سر روضې ولسوالۍ کې ۱۸۵۰۹ جریبه څړځایونه ثبت کړي دي.



د ښارجوړولو او ځمکو وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ دې وزارت د څړځایونو سروې او ثبت له پیل نه را پدیخوا، تر اوسه د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې ۲۰۲۰۰۲۰ جریبه څړځایونه سروې او ثبت کړې دي.
ښارجوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د څړځایونو سروې، تثبیت، نښه کولو او ثبت پروژې له تطبیق سره عامه او خاصه څړځایونو څخه ګټورې استفادې او همداراز اقتصادي او مالداري ځان بسیاینې ته زمینه برابره کړې.


د مطلب کود: 215564

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/215564/پکتیکا-۱۸۵۰۹-جریبه-څړځایونه-ثبت-شول

آوا
  https://www.avapress.com