د ښارجوړولو او ځمکو وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ دې وزارت د څړځایونو سروې او ثبت له پیل نه را پدیخوا، تر اوسه د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې ۲۰۲۰۰۲۰ جریبه څړځایونه سروې او ثبت کړې دي.
ښارجوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د څړځایونو سروې، تثبیت، نښه کولو او ثبت پروژې له تطبیق سره عامه او خاصه څړځایونو څخه ګټورې استفادې او همداراز اقتصادي او مالداري ځان بسیاینې ته زمینه برابره کړې.