د هلمند په کجکي ولسوالۍ کې د ملي اردو بلک هاک هلیکوپټره ويشتل شوې ده.
هلمند کې د ملي اردو یوه بلک هاک هلیکوپټره ویشتل شوې
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 6 اسد 1399 ساعت 9:53
د هلمند په کجکي ولسوالۍ کې د ملي اردو بلک هاک هلیکوپټره ويشتل شوې ده.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي پېښه نن نهه بجې شااوخوا شوې ده، خو دا چې څنګه شوې او تلفاتيې څه دي، په دې اړهیې څه ونهویل.
له کجکي څخه يوې سرچينې د نوم نهښودلو په شرط ازادي راډيو ته وويل چې د ملي اردو په ويشتل شوې بلک هاک هليکوپټره کې يو پيلوټ وژل شوی او نورې عملې ته زيان نهدی رسېدلی.
څو مياشتي وړاندې هم په کجکي کې هغه قراردادي الوتکه ويشتل شوې وه چې هلتهیې محاصره شویو سرتېرو ته اکمالات کول.
تر اوسه چا د دې پېښې پړه په غاړه نهده اخیستې، خو سیمه کې د طالبانو فعالیت محسوس دی.
د مطلب کود: 215580