کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هلمند کې د ممیزخونو جوړېدو چارې د بشپړېدو په حال کې دي

6 اسد 1399 ساعت 13:45

د هلمند د کرنې ریاست چارواکي وایي، په دغه ولایت کې ۱۵۱ عصري ممیز خونې د بشپړېدو په حال کې دي او ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.


د هلمند د کرنې ریاست وایي، په دې ولایت کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د پروژې په اډانه کې د ۱۵۱ عصري ممیزخونو د جوړولو چارې پیل شوې، چې اوس د بشپړېدو په درشل کې دي او ډېر ژر به یې پاتې چارې بشپړ او د انګورو بڼوالو په واک کې به ورکړل شي.
د هلمند دکرنې رییس زلمی الکو وایي، چې دغه عصري ممیزخونې ددې ولایت په مرکز لښکرګاه، نادعلي، ناوې، ګرمسیر، مارجې او نهرسراج ولسوالیو کې جوړیږي.
ښاغلی الکو وویل: «هلمند هر کال زرګونه ټنه انګور توليدوی، پر دې سربېره چې تازه انګور خرڅوي، د انګورو د وچولو او ممیزو لپاره هم عصري ممیز خونو ته اړتيا لري، چې دغه اړتيا اوس د کرنې وزارت له خوا پوره کیږي.»
یاد ممیزخونې په دې ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت، د ممیزخونو د صنعت د ترویج، د بڼوالو د اقتصاد لوړولو او د انګورو باغونو د محصولاتو د ارزښت لوړولو په پار په معیاري او اسټنډرد ډول جوړیږي. د دې ترڅنګ دغه ممیز خونې د معیاري او ښه کیفیت لرونکي ممیزو د تولید لامل کیږي او همداراز د انګورو د ضایعاتو مخه نیسي.
دغه راز په هلمند کې تر دې وړاندې هم د کرنې وزارت اړوند د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې او مرسي کورپ موسسې په مالي همکارۍ ۲۷ بابه عصري ممیزخونې جوړې شوي دي او د انګورو بڼوالو په واک کې ورکړل شوي دي.


د مطلب کود: 215606

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/215606/هلمند-کې-د-ممیزخونو-جوړېدو-چارې-بشپړېدو-په-حال-دي

آوا
  https://www.avapress.com