د هلمند د کرنې ریاست وایي، په دې ولایت کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د پروژې په اډانه کې د ۱۵۱ عصري ممیزخونو د جوړولو چارې پیل شوې، چې اوس د بشپړېدو په درشل کې دي او ډېر ژر به یې پاتې چارې بشپړ او د انګورو بڼوالو په واک کې به ورکړل شي.
د هلمند دکرنې رییس زلمی الکو وایي، چې دغه عصري ممیزخونې ددې ولایت په مرکز لښکرګاه، نادعلي، ناوې، ګرمسیر، مارجې او نهرسراج ولسوالیو کې جوړیږي.
ښاغلی الکو وویل: «هلمند هر کال زرګونه ټنه انګور توليدوی، پر دې سربېره چې تازه انګور خرڅوي، د انګورو د وچولو او ممیزو لپاره هم عصري ممیز خونو ته اړتيا لري، چې دغه اړتيا اوس د کرنې وزارت له خوا پوره کیږي.»
یاد ممیزخونې په دې ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت، د ممیزخونو د صنعت د ترویج، د بڼوالو د اقتصاد لوړولو او د انګورو باغونو د محصولاتو د ارزښت لوړولو په پار په معیاري او اسټنډرد ډول جوړیږي. د دې ترڅنګ دغه ممیز خونې د معیاري او ښه کیفیت لرونکي ممیزو د تولید لامل کیږي او همداراز د انګورو د ضایعاتو مخه نیسي.
دغه راز په هلمند کې تر دې وړاندې هم د کرنې وزارت اړوند د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې او مرسي کورپ موسسې په مالي همکارۍ ۲۷ بابه عصري ممیزخونې جوړې شوي دي او د انګورو بڼوالو په واک کې ورکړل شوي دي.