د کابل پوليس وايي، نن سهار په کابل ښار کې د پوليسو پر رنجر موټر د ماين په چاودنه کې يو تن وژل شوی او دوه تنه ټپيان شوي دي.
کابل کې ماين چاودنې درې تنو ته مرګژوبله واړوله
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 7 اسد 1399 ساعت 10:06
د کابل پوليس وايي، نن سهار په کابل ښار کې د پوليسو پر رنجر موټر د ماين په چاودنه کې يو تن وژل شوی او دوه تنه ټپيان شوي دي.
د کابل پولیسو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه چاودنه د کابل ښار د څلورمې امنيتي حوزې اړوند بادام باغ په سړک رامنځته شوې ده.
خو پوليسو تر دې مهاله د وژل شوي او ټپيانو شوو کسانو د هويت په تړاو څه نه دي ويلي.
د مطلب کود: 215663