کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ګلګت بلتستان کې ۵ پاکستاني پوځيان وژل شوي

د صدای افغان خبری آژانس , 7 اسد 1399 ساعت 16:44

پاکستان کې د یوې نښتې په ترڅ کې پنځه پوځیان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي.


د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې دا نښته د ګلګت بلتستان په چیلاس سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د چیلاس ځایي پولیسو مشر شېرخان ویلي، په یاده پېښه کې پنځه پاکستاني پوځیان وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي.
نوموړي زیاته کړه، دغه نښته هغه مهال رامنځ ته شوې چې پوځیان د استخباراتي معلوماتو په موخه یادې سیمې ته د عملیاتو لپاره تللي وو.
نوموړي دغه راز ویلي، په یاده پېښه کې پنځه وسله‌وال هم وژل شوي.


د مطلب کود: 215718

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/215718/ګلګت-بلتستان-کې-۵-پاکستاني-پوځيان-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com