کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سکاټ میلرد جګړې په ښکېلو لورو غږ کړی، چې تاوتریخوالی ودروي.

7 اسد 1399 ساعت 16:32

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ قوماندان سکاټ میلر په یوه ویډويي پیغام کې ویلی، چې د ملکي تلفاتو د کمیدو لپاره د تاوتریخوالي کمښت اړین دی. 
میلر د جګړې په ښکېلو لورو غږ کړی، چې تاوتریخوالی ودروي او د ملکي تلفاتو په کمېدو سره د سولې پر وړاندې پراته خنډونه له منځه یوسي.



میلر دغه راز زیاته کړې، چې دوی د افغان ځواکونو ملاتړ ته ژمن دي او باید ډاډه و اوسي چې امریکا او او نور همکاران یې له افغانانو ملاتړ کوي.

 نوموړی زیاتوي چې دوی د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې موارد څاري او ملاتړ یې کوي.


د مطلب کود: 215720

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/215720/سکاټ-میلرد-جګړې-په-ښکېلو-لورو-غږ-کړی-چې-تاوتریخوالی-ودروي

آوا
  https://www.avapress.com