دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۳۲
د مطلب کود : 215720
سکاټ میلرد جګړې په ښکېلو لورو غږ کړی، چې تاوتریخوالی ودروي.
په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ قوماندان سکاټ میلر په یوه ویډويي پیغام کې ویلی، چې د ملکي تلفاتو د کمیدو لپاره د تاوتریخوالي کمښت اړین دی.  میلر د جګړې په ښکېلو لورو غږ کړی، چې تاوتریخوالی ودروي او د ملکي تلفاتو په کمېدو سره د سولې پر وړاندې پراته خنډونه له منځه یوسي.

میلر دغه راز زیاته کړې، چې دوی د افغان ځواکونو ملاتړ ته ژمن دي او باید ډاډه و اوسي چې امریکا او او نور همکاران یې له افغانانو ملاتړ کوي.

 نوموړی زیاتوي چې دوی د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې موارد څاري او ملاتړ یې کوي.
https://avapress.com/vdccipqix2bqsm8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته