کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

فاریاب کې نښته؛ دفاع وزارت د ۱۷ طالبانو له وژل کېدو خبر ورکړ

8 اسد 1399 ساعت 15:28

د هېواد دفاع وزارت پر فاریاب ولایت د طالبانو د برید له مخنیوي  خبر ورکوي.
د یاد وزارت خبرپاڼه کې نن وايي چې د برید مخنیوي په ترڅ کې ۱۷ طالب وسله وال وژل شوي دي.



د خبرپاڼې له  مخې طالبانو تېره ورځ د فاریاب دولت اباد "قوزي باي کلا" او د المارو"چغتک" کلیو کې د افغان ځواکونو پر پوستونو بریدونه کړي او د یادو ځواکونو له سخت مقاومت سره مخامخ شوي دي.
دفاع وزارت وايي چې نښته کې له سرتېرو سره د هوايي ځواک مرسته هم مله وه.
خبرپاڼه نښتو کې د طالبانو د پوځي مرستیالو په ګډون د ۱۱ له ټپي کېدو هم خبر ورکوي.
همداراز ویل شوي چې نښته کې د طالبانو یو مرکز او ۳ موټر سایکلونه هم له منځه تللي دي.
طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.


د مطلب کود: 215796

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/215796/فاریاب-کې-نښته-دفاع-وزارت-د-۱۷-طالبانو-له-وژل-کېدو-خبر-ورکړ

آوا
  https://www.avapress.com