دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۸ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۲۸
د مطلب کود : 215796
د هېواد دفاع وزارت پر فاریاب ولایت د طالبانو د برید له مخنیوي  خبر ورکوي. د یاد وزارت خبرپاڼه کې نن وايي چې د برید مخنیوي په ترڅ کې ۱۷ طالب وسله وال وژل شوي دي.

د خبرپاڼې له  مخې طالبانو تېره ورځ د فاریاب دولت اباد "قوزي باي کلا" او د المارو"چغتک" کلیو کې د افغان ځواکونو پر پوستونو بریدونه کړي او د یادو ځواکونو له سخت مقاومت سره مخامخ شوي دي.
دفاع وزارت وايي چې نښته کې له سرتېرو سره د هوايي ځواک مرسته هم مله وه.
خبرپاڼه نښتو کې د طالبانو د پوځي مرستیالو په ګډون د ۱۱ له ټپي کېدو هم خبر ورکوي.
همداراز ویل شوي چې نښته کې د طالبانو یو مرکز او ۳ موټر سایکلونه هم له منځه تللي دي.
طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.
https://avapress.com/vdcf1td0vw6dyea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته