د کابل د ۱۱۱ فرقې د رسنيو دفتر وايي، پر کابل ښار د دوو راکټونو د راتوغول کېدو مخه نيول شوې.
پر کابل ښار د دوو راکټونو د راتوغول کېدو مخه ونيول شوه
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 14 اسد 1399 ساعت 9:45
د کابل د ۱۱۱ فرقې د رسنيو دفتر وايي، پر کابل ښار د دوو راکټونو د راتوغول کېدو مخه نيول شوې.
د دې فرقې د رسنيو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د کابل ولايت د دهسبز ولسوالۍ په ترهخېل کلي کې د راکټ دوه مرمۍ ځای پر ځای شوې او په پام کې وه چې په کابل ښار را وتوغول شي.
خبرپاڼه زياتوي، خو تر پېښې مخکې دغه مرمۍ کشف شوې او د پېښې مخه ونيول شوه.
د مطلب کود: 216045