دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۴ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۴۵
د مطلب کود : 216045
پر کابل ښار د دوو راکټونو د راتوغول کېدو مخه ونيول شوه
د کابل د ۱۱۱ فرقې د رسنيو دفتر وايي، پر کابل ښار د دوو راکټونو د راتوغول کېدو مخه نيول شوې.
د دې فرقې د رسنيو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د کابل ولايت د ده‌سبز ولسوالۍ په تره‌خېل کلي کې د راکټ دوه مرمۍ ځای پر ځای شوې او په پام کې وه چې په کابل ښار را وتوغول شي.
خبرپاڼه زياتوي، خو تر پېښې مخکې دغه مرمۍ کشف شوې او د پېښې مخه ونيول شوه.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdo90xkyt0fz6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته