کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

برېتانيا هلمند کې د خپلو ځواکونو لخوا د ملکي وګړو وژنې يوه پېښه څېړي

15 اسد 1399 ساعت 11:35

د برېتانیا دفاع وزارت وایي، د هغو ادعاوو په تړاو پلټنې کوي چې د دوی ځواکونو په قصدي توګه په افغانستان کې ملکي وګړي په نښه کړي.

د ۲۰۱۱ کال د فبرورۍ په ۱۶مه نېټه د شپې پر مهال برېتانوي ځانګړو ځواکونو په هلمند کې د سيف الله د کورنۍ ځينې غړي داسې مهال وژلي وو چې ويده وو، هېڅ وسله يې هم نه لرله او دوی ته خطر هم نه وو.

دوی دغه راز ویلي، په دې اړه یې هم پلټنې پیل کړې دي چې د دوی د عملیاتو محرم اسناد څنګه په رسنیو کې خپاره شوي او دغه راز ولې لوړپوړي برېتانوي چارواکي د خپلو سرتېرو له کړنو نه وو خبر.

له بل لوري څو ورځې وړاندې رسنیو داسې راپورونه خپاره کړل چې برېتانوي ځواکونو په هلمند کې د خپل ماموریت پرمهال په قصدي توګه قومي مشران او د ډېر عمر لرونکي کسان په نښه کول.



د مطلب کود: 216149

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216149/برېتانيا-هلمند-کې-د-خپلو-ځواکونو-لخوا-ملکي-وګړو-وژنې-يوه-پېښه-څېړي

آوا
  https://www.avapress.com