د نړیوال بانک اجرائیه بورډ د سې شنبې په ورځ په افغانستان کې د ملي دسترخوان پروګرام تمويلول تصویب کړل.
د نړیوال بانک څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې پروګرام کې د ۲۸۰ میلیونه ډالرو فنډ شامل دی چې د کرونا وايروس له کبله له رامنځته شوي حالت اغېزمنو افغان کورنیو ته به په منظم ډول ورکړل شي.
د خبرپاڼې په خبره، د دې تر څنګ ۱۰۰ میلیونه ډالره د کرنې سکتور او د خوراکي توکو د عرضې پروګرام ته ورکول کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې څو اوونۍ وړاندې ولسمشر غني د بېوزلو سره د مرستې لپاره د ملي دسترخوان په نوم پروګرام اعلان کړ.
که څه هم یاد پروګرام د ولسي جرګې له لورې رد شو، خو د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د ولسي جرګې د پرېکړې په غبرګون کې ويلي و چې نړیوال بانک دغه پروګرام تمویلوي.