کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

بغلان کې د طالبانو برید کې ۱۲ تنه وژل شوي

16 اسد 1399 ساعت 8:44

د بغلان ولایتي شورا پخوانی رییس، محبوب الله غفاري وايي نن سهار (چهارشنبې د زمري په ۱۵مه نېټه) د بغلان ـ سمنګانو پر لاره چشمه شېر سیمه کې د طالبانو له برید سره مخامخ شوي او پایله کې ۱۲ کسان چې ورسره مل وو، وژل شوي دي.

دی زیاتوي لومړی یې پر تعقیبي موټر د ماین چاودنه شوې او وروسته د سرک له دواړو غاړو طالبانو پرې ډزې پیل کړې دي.

برید کې ښاغلي غفاري ته زیان نه دی رسېدلی.

په همدې حال کې طلوع نیوز ته سرچینې وايي چې ښاغلي غفاري ته لاره کې د طالبانو کمین په تړاو خبرداری ورکړل شوی وو، خو هغه ورته پام نه دی کړی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه هم طالبانو د پلخمري ښار اړونده سیمه تېره شپه طالبانو بریدوه کړي او دوو سرتېرو ژوند بایللی دی.



د مطلب کود: 216190

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216190/بغلان-کې-د-طالبانو-برید-۱۲-تنه-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com