کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ننګرهار د محبس مدیر لویې څارنوالۍ ته معرفي شوی

16 اسد 1399 ساعت 10:07

د ننګرهار د محبس مدیرعبدالولي حصارک له دندې ګوښه او لویې څارنوالۍ ته معرفي شوی.


د زندانونو د تنظیم ادارې ویاند فرهاد بایاني له رسنیو سره په خبرو کې وویل، د ننګرهار د محبس مدیر یې د وظیفوي غفلت له کبله له دندې ګوښه کړی او لویې څارنوالۍ ته يې معرفي کړی. نوموړي زیاته کړه صالح‌محمد شیرزی یې د ننګرهار د محبس د نوي مدیر په توګه ټاکلی.
هغه وایي، د برید پر مهال د محبس مدیر په دنده کې نه و او د څو ساعتونو لپاره یې رخصتي اخیستې وه.
دغه پرېکړه وروسته تر هغه کېږي چې څو ورځې وړاندې د ننګرهار په مرکزي محبس داعش ډلې ډله‌ییز برید ترسره کړ چې نېږدې ۲۰ ساعته یې دوام وکړ او ګڼو کسانو ته په کې مرګ‌ژوبله واوښته.
دغه راز د بريد پر مهال له زندانه يو شمېر زندانیان هم په تېښته بريالي شول.


د مطلب کود: 216201

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216201/د-ننګرهار-محبس-مدیر-لویې-څارنوالۍ-ته-معرفي-شوی

آوا
  https://www.avapress.com