کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملا برادر د یوناما له مشرې سره د بندیانو پر خلاصون خبرې کړې

16 اسد 1399 ساعت 11:20

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا برادر د یوناما له مشرې ډیبورا لیون سره د ویډیويي کانفرانس له لارې د بین الافغاني مذاکراتو پر پیل او د بندیانو پر ژر خلاصون خبرې کړې دي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر او ورسره پلاوي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې او د یوناما له مشرې ډیبورا لیون سره د ویډیویي کانفرانس له لارې د بندیانو په ژر خلاصون او د بین الافغاني مذاکراتو پر پېلېدو بحث کړی.

نوموړی وایي، په دې ویډویي کانفرانس کې د سولې پر مختلفو اړخونو، ملکي تلفاتو، بشري حقونو او د کمک رسونې په هکله د دواړو لورو تر منځ تفصیلي بحث شوی.

دا خبرې وروسته تر هغه کېږي چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د ۴۰۰ طالب بندیانو پر سر د را ولاړې شویو ناندریو د حل لپاره حکومت لویه جرګه را بللې خو طالبانو یې مخالفت کړی.



د مطلب کود: 216213

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216213/ملا-برادر-د-یوناما-له-مشرې-سره-بندیانو-پر-خلاصون-خبرې-کړې

آوا
  https://www.avapress.com