دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۶ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۲۰
د مطلب کود : 216213
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا برادر د یوناما له مشرې ډیبورا لیون سره د ویډیويي کانفرانس له لارې د بین الافغاني مذاکراتو پر پیل او د بندیانو پر ژر خلاصون خبرې کړې دي. په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر او ورسره پلاوي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې او د یوناما له مشرې ډیبورا لیون سره د ویډیویي کانفرانس له لارې د بندیانو په ژر خلاصون او د بین الافغاني مذاکراتو پر پېلېدو بحث کړی. نوموړی وایي، په دې ویډویي کانفرانس کې د سولې پر مختلفو اړخونو، ملکي تلفاتو، بشري حقونو او د کمک رسونې په هکله د دواړو لورو تر منځ تفصیلي بحث شوی. دا خبرې وروسته تر هغه کېږي چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د ۴۰۰ طالب بندیانو پر سر د را ولاړې شویو ناندریو د حل لپاره حکومت لویه جرګه را بللې خو طالبانو یې مخالفت کړی.
https://avapress.com/vdca6inue49n6u1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته