د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ په اعلامیه کې ویل شوي، نیول شوی تن قدرت الله نومېږي چې دوې میاشتې وړاندې یې په المار ولسوالۍ کې د دندې پر مهال خپل درې ملګري ووژل. د اعلامیې له مخې، دا پېښه تر څېړنې لاندې وه او تېره ورځ نوموړی د خپل یو ضمانت کوونکي په مرسته نیول شوی دی. تر اوسه دا معلومه نه ده چې هغه ولې خپل ملګري وژلي وو. تر دې وړاندې د افغان سرتیرو په لیکو کې د طالبانو نفوذي کسانو پر افغان سرتیرو ورته بریدونه کړي چې ډېری سرتیري پکې مړه او ټپیان شوي دي.