دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۶ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۱۰
د مطلب کود : 216226
هغه سرتیری نیول شوی چې خپل درې همکاران یې وژلي وو
د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ په اعلامیه کې ویل شوي، نیول شوی تن قدرت الله نومېږي چې دوې میاشتې وړاندې یې په المار ولسوالۍ کې د دندې پر مهال خپل درې ملګري ووژل. د اعلامیې له مخې، دا پېښه تر څېړنې لاندې وه او تېره ورځ نوموړی د خپل یو ضمانت کوونکي په مرسته نیول شوی دی. تر اوسه دا معلومه نه ده چې هغه ولې خپل ملګري وژلي وو. تر دې وړاندې د افغان سرتیرو په لیکو کې د طالبانو نفوذي کسانو پر افغان سرتیرو ورته بریدونه کړي چې ډېری سرتیري پکې مړه او ټپیان شوي دي.
https://avapress.com/vdcewp8wpjh8zwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته