ټاکل شوې نن مشورتي لويه جرګه د حکومت له لوري د ۴۰۰ طالب بنديانو د خوشي کولو يا نه خوشي کولو په تړاو د خپلو بحثونو پايله اعلان کړي او افغان حکومت ته دې په تړاو مشوره ورکړي.
نن مشورتي لويه جرګه د خپلو بحثونو پايله اعلانوي
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 19 اسد 1399 ساعت 9:22
ټاکل شوې نن مشورتي لويه جرګه د حکومت له لوري د ۴۰۰ طالب بنديانو د خوشي کولو يا نه خوشي کولو په تړاو د خپلو بحثونو پايله اعلان کړي او افغان حکومت ته دې په تړاو مشوره ورکړي.
ملي مشورتي لويه جرګه د جمعې په ورځ پيل شوه او نن درېيمه ورځ پای ته رسېږي.
پرون د دې جرګې د ۵۰ ګونو کمېټو له مشورو څرګندېده چې ښايي نن مشورتي لويه جرګه د افغان حکومت له لوري د ۴۰۰ طالب بنديانو د خوشي کولو مشوره ورکړي.
پرون مازديګر د دې جرګې مشر عبدالله عبدالله هم له خبريالانو سره خبرو کې اشاره وکړه چې د جرګې عمومي روحيه له سولې پر ملاتړ له راڅرخي، ګواکې ښايي جرګه مشوره ورکړي چې ۴۰۰ طالب زندانيان دې خوشي شي تر څو ژر تر ژره مخامخ بينالافغاني خبرې پيل شي.
د مطلب کود: 216335