کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ۹۰ فیصده پولیسو بایومټریکي معلومات د (اپس) په نوم سیستم کې ځای شوي

19 اسد 1399 ساعت 10:42

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د ۹۰ فیصده پولیسو بایومټریکي معلومات د (اپس) په نوم سیستم کې ځای شوي او تمه ده پاته نور پولیس هم ثبت شي.


د افغانستان کورنیو چارو وزارت وایي، پولیسو کې د خیالي تشکیلاتو د له‌منځه وړلو په هدف‌یې د دوی د بایومټریک کولو لړۍ نږدې وروستۍ کړې ده.
وزارت وایي، له دې سیستم سره پولیسو ته معاش هم په خپل وخت د هغوی بانکي حساب ته لېږدول کېږي.
په دې وروستیو کې پولیسو شکایت درلود چې معاشونه په خپل وخت نه‌ورکول کېږي، چارواکو هم دغه ستونزه تر یوه حده منلې او ویلي یې دي، د هغو پولیسو معاشونو کې ځنډ راغلی چې ثبت شوي نه‌دي.


د مطلب کود: 216349

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216349/د-۹۰-فیصده-پولیسو-بایومټریکي-معلومات-اپس-په-نوم-سیستم-کې-ځای-شوي

آوا
  https://www.avapress.com