د افغانستان کورنیو چارو وزارت وایي، پولیسو کې د خیالي تشکیلاتو د لهمنځه وړلو په هدفیې د دوی د بایومټریک کولو لړۍ نږدې وروستۍ کړې ده.
وزارت وایي، له دې سیستم سره پولیسو ته معاش هم په خپل وخت د هغوی بانکي حساب ته لېږدول کېږي.
په دې وروستیو کې پولیسو شکایت درلود چې معاشونه په خپل وخت نهورکول کېږي، چارواکو هم دغه ستونزه تر یوه حده منلې او ویلي یې دي، د هغو پولیسو معاشونو کې ځنډ راغلی چې ثبت شوي نهدي.