کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

فاریاب کې د ملي‌اردو سرتېري پر یوې ۷ کلنې نجلۍ جنسي تېری کړی

19 اسد 1399 ساعت 17:44

د فاریاب د بلچراغ ولسوالي یوه اوسېدونکي ملا‌محمد  ویلي چې د ملي‌اردو یوه سرتېري پر یوې اووه کلنې نجلۍ جنسي تېری کړی دی. د نوموړي په وینا، دغه سرتېری د سرپل اوسېدونکی دی.
دا پېښه پرون په بلچراغ ولسوالي کې شوې ده.
ملامحمد وايي، له یادې پېښې وروسته د سیمې اوسېدونکو لاریون وکړ او د یاد سرتېري د ور سپارلو غوښتنه یې وکړه.




هغه زیاتوي، د ملي‌اردو سرتېرو د لاریون پر مهال پر معترضانو ډزې کړي چې په پایله کې یې یو پولیس وژل شوی او ۴ ملکیان ټپیان دي.
د ۲۰۹ شاهین قول‌اردو د لومړۍ لوا قوماندان انصاف‌الله دولت‌زی هم دا خبر تاییدوي. هغه وايي، کوم سرتېري چې دا جرم کړی، عدلي او قضايي ادارو ته به ور وپېژندل شي.
د یادې قول‌اردو په یوه خبرپاڼه کې لیکل شوي چې د پېښې د څېړلو لپاره د دې قول‌اردو قوماندان جنرال علیزي په مشري یو پلاوی بلچراغ ولسوالي ته تللی دی. څارنوال او څېړونکي هم د دغه پلاوي ګډونوال دي.


د مطلب کود: 216410

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216410/فاریاب-کې-د-ملي-اردو-سرتېري-پر-یوې-۷-کلنې-نجلۍ-جنسي-تېری-کړی

آوا
  https://www.avapress.com